خانهافغانستانکابل کې د «کستومایز او رستم حیدري» ښارګوټي څه باندې ۲۵ جریبه...

کابل کې د «کستومایز او رستم حیدري» ښارګوټي څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې

عدلیې وزارت خبر ورکړی چې په کابل ښار کې د «کستومایز او رستم حیدري» ښارګوټي څه باندې ۲۵٫۶ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر اساس امارتي تثبیت شوې ده.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ځمکه د کابل ښار په څلورمې او اوولسمې ناحیو کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه. 

سرچینې لیکلي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه‌ رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

“یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته مشخصه کړه چې دا ځمکه پخوا استملاک شوې او د کابل په ښاروالۍ کې د دولت په نوم ثبت شوې ده.“

د عدلیې وزارت په وېبپاڼه همداراز لیکل شوي چې دې محکمې د ټولو اسنادو او شواهدو له بررسۍ وروسته پرېکړه کړې چې ټوله یاده ځمکه امارتي ده او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دې وسپارل شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه