د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي دوحې ته تللی او هلته یې له لوړپوړو قطري چارواکو سره د دغه هېواد پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د وفات له کبله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي متقي د دې سفر پرمهال د قطر دولت د وزیرانو شورا له رییس او د بهرنیو چارو وزیر «شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني» د وزيرانو شورا مرستيال او د دفاع وزير «شيخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن آلثاني» او د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر «ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخليفي» سره هم کتلي دي.
یاد وزارت لیکلي چې امیرخان متقي دغو لوړپوړو چارواکو ته د شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د وفات له امله د خواخوږۍ، تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې له متقي سره د اسلامي امارت یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم تللي دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په یو شمېر هېوادونو کې د اسلامي امارت سرپرست سفیرانو هم د قطر د پخواني امیر د مړینې له کبله د هغه د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی دی.


