د خوست د والي ویاند وايي چې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د شاوخوا ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۵۰ بستریز مجهز او عصري روغتون د جوړولو چارې پیل شوې دي.
مستغفر ګربز په اېکسپاڼه لیکلي چې دغه روغتون په پنځه جریبه ځمکه د ۵۰ میلیون افغانيو په لګښت د ټولو اړینو اسانتیاوو او معیاري تجهیزاتو په درلودلو سره جوړيږي، چې چارې به یې په اتلسو میاشتو کې بشپړې شي.
د خبرپاڼې له مخې چې د اسلامي امارت د رهبر په حکم د هېواد په ټولو ولسوالیو کې «جياېچ»روغتونونه جوړيږي، ترڅو ناروغان په خپلو ولسوالیو کې روغتيایي خدماتو ته لاسرسی ومومي او مرکزونو ته د تګ پر ځای په ولسوالیو کې تداوي شي.
د خوست د والي ویاند همداراز ویلي چې په دې سربېره د خوست په ملکي او تخصصي روغتون کې د عصبي جراحۍ او ارتوپېډۍ د خدمتونو د نشتوالي ستونزې د حل لپاره نوی تشکیل په پام کې نیول شوی چې په نږدې راتلونکي کې به عملي شي.
د دې روغتون د چارو د پیل په مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، مولوي عبدالولي حقاني د خوست په ملکي او تخصصي روغتون کې د عصبي جراحۍ او ارتوپېډۍ خدمتونو د نشتوالي ستونزې ته هم اشارې کړې او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به د یادو څانګو لپاره متخصصین وګومارل شي او خدمات به پیل شي.


