خانهنړۍوینزویلا کې دوې خونړۍ زلزلې؛ ښايي ۱۰۰ زرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې...

وینزویلا کې دوې خونړۍ زلزلې؛ ښايي ۱۰۰ زرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په وینزویلا کې ۷٫۲ او ۷٫۵ درجې دوې خونړۍ زلزلې شوې دي چې له امله یې ښايي له ۱۰ زرو څخه ۱۰۰ زرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وي. 

د راپورونو له مخې چې دا زلزلې د وینزویلا په پلازمېنه «کاراس» کې شوې او یو ستر ناورین یې رامنځته کړی دی. 

په ورته مهال د دغه هېواد چارواکو هلته بېړنی حالت اعلان کړی او له مرستندویه سازمانونو یې د لاسنیوي غوښتنه کړې ده. 

که څه هم تر اوسه د دې زلزلې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه دقیق څه نه دي ویل شوي، خو اټکل شوی چې ښايي مرګ‌ژوبله له ۱۰ زرو څخه ۱۰۰ زرو کسانو پورې وي. 

په خپرو شویو ویډیوګانو کې د زلزلې له حالت ښکاري چې هلته خلک په تېښته دي او لسګونه ودانۍ د نړېدو په حال کې دي.

په لومړنیو راپورونو کې دا هم راغلي چې د یادو زلزلو د ټکانونو له امله سلګونه استوګنیزې ودانۍ نړېدلې دي.

وینزویلا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې وخت ناوخت پکې دا ډول خونړۍ زلزلې کېږي او سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه