د پامیر له غرونو تر هلمند دښتو پورې، ورزش په ځانګړې توګه کرکټ د افغانانو لپاره د خوښي او یووالي یوه مهمه سرچینه ده. په دې ورستیو کې «د کرکټ پرمختګ زما له خاطراتو» کتاب د اکسوس کتاب پلورنځۍ څخه خپور شو. دې کتاب کې د افغانستان کرکټ په هکله له شاوخوا لسو کلونو سختو ورځو تر دې چې افغان لوبډله تر نړیوال ډګر ورسېده ثبت شوي دي.
د دې کتاب لیکواله مریم صدیقي له لسیزو راهیسې د کرکټ هره مهمه لوبه له نږدې تعقیب کړې، او د کرکټ د پرمختګ مهم کلونه یې د خاطراتو په بڼه لیکلي دي. هغه تېره ورځ د خپل لومړي کتاب د چاپ خبر یې له لوستونکو سره شریک کړی دی. نوموړې وايي، دا کتاب یوازې د کرکټ د سیالیو د پایلو او احصایو ټولګه نه ده، بلکې د افغانانو د احساساتو، هیلو او له دې لوبې سره د ژورې مینې انعکاس هم دی. او په خپل شخصي لګښت یې چاپ کړی دی.
د مریم په وینا، په کتاب کې د افغانستان د کرکټ د لسو کلونو مهم تاریخ ثبت شوی او ورسره د هغې شخصي خاطرې هم ځای پر ځای شوې دي. غوښتي یې دي چې د کتاب له لارې دا احساسات راتلونکو نسلونو ته وسپاري.
هغه وایي، د دې کتاب له لیکلو مې هدف دا دی چې د افغان کرکټ لوبډلې لومړنیو سختو ورځو څخه تر دې چې په نړیوال ډګړ کې روښانه نوم ترلاسه کړ یو یاداښت ولرو.
له دې سره د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو او فعالو ښځو د مریم صدیقي د دې لاسته راوړنې هرکلی کړی او دا یې د ښځو د قلم، مطالعې او ورزشي فرهنګ د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام بللی دی. د ښځو د چارو فعاله شفیقه خپلواک د مریم صدیقي دغه کتاب د ادبیاتو په ډګر کې یوه نوې موضوع بللې ده. همداراز په ټولنیزو پاڼو کې بې شمېره ښځو د نوموړې دغه هڅه ستایلې ده.
مریم صدیقي ویلي، چې کتاب یې له نن څخه د “اکسوس” له لارې د لوستونکو لپاره د لاسرسي وړ دی.


