خانهافغانستاناروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره ۱۳ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره ۱۳ میلیونه یورو مرسته کوي

یونیسف ویلي چې د اروپايي ټولنې دا اضافي مرسته به په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او زده‌کړو د زمینې برابرولو لپاره وي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې همداراز ویلي چې اروپايي ټولنه به په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې لپاره ۱۶۰۰ روغتیایي کارکوونکي روزي او همداراز ۶۲ زره صندوقه روغتیايي خوراکي توکي چمتو کوي.  

د یونیسف د معلوماتو له مخې چې په دې تازه مرستو کې په ښه کیفیت د ۲۷۵ درسي خونو فعالول هم شامل دي چې ۹۵۰۰ ماشومانو ته به پکې د لومړنیو زده‌کړو زمینه برابره شي.  

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې دي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه