قوماندانۍ زياته کړې چې د فریدې په نامه دې ښځې په خپل کور په ډزو ځانوژنه کړې ده.
د جوزجان امنیه قوماندانۍ د دې ځانوژنې د لامل او انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.
دغه راز د دايکنډي په «شهرستان» ولسوالۍ کې يوې پېغلې ځان په دار ځړولى او خپل ژوند يې پاى ته رسولی دی.
تر دې وړاندې د پکتيا په «سید کرم» کې یو تنکی ځوان د ناپېژاندو کسانو لخوا وژل شوی او په مرکز «ښرنه» کې د يو بل ځوان ټکسي چلوونکي سر هغه مهال د ناپېژاندو کسانو لخوا په چاقو پرې شوی و چې موټر يې د وسلهوالو غلو له خوا په کرايه نيول شوی و.
په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د شخصي دښمنيو له امله د مرموزو وژنو، اختطافونو، ځانوژنې او ورته پېښې زياتې شوې دي.


