خانهافغانستانجوزجان کې یو ښځې ځان په ډزو وژلی

جوزجان کې یو ښځې ځان په ډزو وژلی

د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویلي، دا پېښه پرون شنبه د سلواغې ۲۹مه د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په «چتګرخانې» کلي کې شوې ده.

قوماندانۍ زياته کړې چې د فریدې په نامه دې ښځې په خپل کور په ډزو ځانوژنه کړې ده. 

د جوزجان امنیه قوماندانۍ د دې ځانوژنې د لامل او انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د دايکنډي په «شهرستان» ولسوالۍ کې يوې پېغلې ځان په دار ځړولى او خپل ژوند يې پاى ته رسولی دی.

تر دې وړاندې د پکتيا په «سید کرم» کې یو تنکی ځوان د ناپېژاندو کسانو لخوا وژل شوی او په مرکز «ښرنه» کې د يو بل ځوان ټکسي چلوونکي سر هغه مهال د ناپېژاندو کسانو لخوا په چاقو پرې شوی و چې موټر يې د وسله‌والو غلو له خوا په کرايه نيول شوی و.

په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د شخصي دښمنيو له امله د مرموزو وژنو، اختطافونو، ځانوژنې او ورته پېښې زياتې شوې دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه