خانهافغانستانسرپل او لوګر کې په دوو جلا پېښو کې درې ښځې وژل...

سرپل او لوګر کې په دوو جلا پېښو کې درې ښځې وژل شوې

سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړې، چې تېره سه‌شنبه د سلواغې ۲۵مه د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې یو سړي خپله کوژدنه او د هغې مور وژلي دي.

د سرپل د سرچینو له مخې، د صدرالدين په نامه دغه کس د سوزمه قلعه ولسوالۍ اوسېدونکى دى او دا قتل یې د چړې په وسیله کړی دی.

مسوولینو زياته كړې، چې دغه سړى له سيمې تښتېدلی او د نيولو هڅې يې پيل شوې دي.

هاخوا د لوګر سرچینې تاییدوي چې د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې په مرموز ډول د وژل‌شوې مېرمنې مړی موندل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دې ۲۵ کلنې مېرمنې د وژل‌کېدو لامل نه دی روښانه.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې په هېواد کې د مرموزو وژنې پېښې د پام وړ زياتې شوې دي.

په روانه اونۍ کې په بامیانو کې د یو سړي پرې‌شوی جسد پيدا شوی او د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې درې وروڼه د ناپېژانده وسله‌والو لخوا وژل شوي وو.

افغانستان کې ډېر ځله د ښځو د وژل‌کېدو لامل کلتوري مسایل او کورنۍ شخړې بلل کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه