یو شمېر اعتراضکوونکو مېرمنو پرون یکشنبه د مرغومي په ۱۸مه په کابل، بامیان، بدخشان او تخار کې په سړکونو کې مظاهرې کړې او پر نړیوالې ټولنې یې نیوکه کړې چې له اعلامیو پرته یې څه نه دي کړي.
د تخار د ښځو د غورځنګ غړو لاریون کړی چې د سیمهییزو رسنیو د راپورونو، له مخې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا ځپل شوی او یو شمېر معترضانې وهلې او ټکول شوې هم دي.
خامه پریس ته د مظاهرهکوونکو میرمنو په استول شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې دوی د ‘کار، ډوډۍ، آزادي’ په شعار سره لاریونونه کړي دي.
لاریون کوونکو ویلي، دوی د خپلو بشري او انساني حقونو د دفاع لپاره لاریون کوي او همداراز یې سرپرست حکومت د ښځو په وړاندې په تبعیض تورن کړی دی.
د بامیان اعتراض کوونکو ښځو له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې مخکې له دې چې د زدهکړې د دښمنانو له خوا هر څه له منځه لاړ شي، په عمل کې دې یو څه وکړي.
بلخوا په کابل کې د ښځو د اعتصاب کوونکو غورځنګ غړو نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه د ښځو د حقونو په دفاع کې په پاتې راتللو تورن کړي او ویلي یې دي چې نړۍ یوازې په اعلامیو کې له دوی دفاع کوي.


