په فاریاب کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس «شمس الله محمدي» نن دوشنبه د مرغومي په ۱۹مه ویلي چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په «کوهي» کلي کې یو کس د خپلو وروڼو له خوا وژل شوی دی.
په فاریاب کې د اسلامي امارت د مسولینو په خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه تېره شپه د مرغومي په ۱۸مه د «عبدالخلیل» په نوم کس د عبدالوهاب او ارسلان په نومونو د خپلو وروڼو له خوا وژل شوی دی.
د دې پېښې اصلي لامل د ځمکې او میراث پر سر لانجه بلل شوې ده. د اسلامي امارت چارواکو دا هم ویلي دي چې په دې پېښه کې ښکیل کسان نیول شوي دي.
د یادولو ده چې دې ته ورته پېښې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.


