د راپورونو له مخې، د جنازې د یو مرکز پخواني څښتنې د خپلې مور په همکارۍ، د مړو شاوخوا 56 د بدن غړي له اثارو وروسته پلورلي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه د امریکا په کولوراډو ایالت کې شوې او د مگان هس په نوم ښځه د مړو د کورنیو د تېر ایستلو او له اجازې پرته د بدن د غړو د پلورلو په جرم نیول شوی دی.
مگان هس او د هغې 69 کلنې مورې د مړو د بدن د غړو په پلور کې ګډ کار کاوه او د 222 په جولای کې یې په خپل دې جرم اعتراف کړی و.
همداراز د مگان هس مور د مړو د بدن د برخو په پلور کې د همکارۍ په جرم په 15 کاله بند محکومه شوې ده.


