خانهافغانستان"اسلامي امارت ژمنه وکړه چې د افغانستان خاوره به زموږ پر ضد...

“اسلامي امارت ژمنه وکړه چې د افغانستان خاوره به زموږ پر ضد نه کارېږي”

د جيو نيوز د خبر له مخې، د پاکستان د کورنيو چارو وزير ثناالله پرون سه‌شنبه د مرغومي ۱۳مه په خپله مرکه کې ویلي، چې پاکستان بايد نور له پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره خبرې ونه کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې د افغانستان اوسني حکومت ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه استعمالوي.

هغه ویلي: “پاکستان پریکړه کړې چې د طالبانو له حکومت سره داسې شواهد شریک کړي چې په افغانستان کې میشت ترهګر دلته (پاکستان) کې په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري.”

ثناءالله په دې مرکه کې ویلي چې دوی د اسلامي امارت د ژمنې عملي کېدو ته انتظار دي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کاروي.

د ۲۰۲۲ په نومبر کې، تحریک طالبان پاکستان د اسلامي امارت په منځګړیتوب د پاکستان له حکومت سره اوربند لغوه کړ او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې په ټول پاکستان بریدونه پيل کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تر دې وړاندې ویلي وو، که د ده هېواد ته د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو ګواښونه وشي، اسلام اباد قانوني واک لري چې پر ضد یې اقدام وکړي او په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو پټنځایونه په نښه کړي. 

د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دغو څرګندونو په غبرګون کې، د اسلامي امارت د دفاع وزارت توند غبرګون څرګند کړ او زیاته یې کړه چې افغانستان «بې څښتنه نه دی» او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دی.

که څه هم د اسلامي امارت د دفاع وزارت د تفاهم له لارې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه، خو ویې ویل: “موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو او د خپل ګران هېواد په دفاع کې تر بل هر چا ښه تجربه لرو.”

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي په افغانستان کې دننه د بریدونو د پیلولو خبره کوي، تر دې وړاندې هم د پاکستان پوځ په افغانستان کې دننه څو ځله بریدونه کړي دي.

د جمهوري ریاست له سقوط مخکې هم پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر سرحدي ولایتونو د توپونو بریدونه کړي چې له امله یې په ځلونو د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

د روان هجري لمریز کال په لومړیو کې اسلام اباد د خوست او کنړ ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي او راکټي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې لسګونه ملکي افغانانو ته مرګ‌‌ژوبله واوښته.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه