خانهافغانستاند هېواد په اووه ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو...

د هېواد په اووه ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په اووه ولایتونو کې د سختو بارانونو او برښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د دې ادارې په وینا، دا اټکل سبا (جمعه، د زمري ۲۳مه) د نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي دي چې د دې ولایتونو په مختلفو برخو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۳۰ ملی مترو ترمنځ تمه کیږي.

همدارنګه، په شمالي، مرکزي، ختیځ، سویل ختیځ او لوېدیځو ولایتونو کې د قوي بادونو او دوړو د امکان وړاندوینه شوې ده. د دې بادونو سرعت به په ساعت کې د ۵۰ او ۹۵ کیلومترو ترمنځ وي

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه