خانهافغانستاناروپایي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۱۰ میلیون یورو...

اروپایي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۱۰ میلیون یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته د اروپايي ټولنې له خوا د ۱۰ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.

اوچا نن (پنجشنبه، د اګست ۱۲مه) په ټویټر کې په یوه پیغام کې د اروپايي ټولنې څخه د دغې مرستې مننه وکړه. او ویلي یې دي، چې دا ملاتړ به په ټول افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکو اړتیاوو سره مخ میلیونونو خلکو ته د ژوند ژغورونکي بشري مرستو دوام کې مرسته وکړي.

دغه سازمان زیاته کړه: “په ګډه، موږ په انسانیت کې پانګونه کوو. “

اوچا په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې سږکال د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان بودیجې یوازې ۲۶ سلنه تمویل شوې ده.

باید وویل شي چې اوچا سږکال د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره ۱.۷ میلیارد ډالر غوښتنه کړې او په هېواد کې ۲۱.۹ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه