د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس د راپورونو له مخې، د دغه هېواد ولیعهد د امریکا د مرکزي قوماندې (سینټکام) له قوماندان سره وکتل او د دفاعي همکارۍ او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه یې خبرې وکړې. د راپور له مخې، دواړو خواوو د تاوتریخوالي کمولو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا په هڅو هم بحث کړی دی.
د راپورونو له مخې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پرون (پنجشنبه، د اګسټ ۱۳مه) د مرکزي قوماندې د قوماندان ادمیرال براډ کوپر سره وکتل.
په راپور کې ویل شوي چې دواړو خواوو د سعودي عربستان او امریکا ترمنځ د دفاعي همکارۍ او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو بیاکتنه وکړه.
د دغه راپور له مخې، دواړو خواوو د تاوتریخوالي کمولو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا په هڅو هم بحث وکړ.
په همدې حال کې، عرب نیوز ویلي، چې دا غونډه د تېره ورځ پنجشنبه په جده کې وشوه او دواړو خواوو د ریاض او واشنګټن ترمنځ د دفاعي همکارۍ، په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او د امنیت او ثبات د پیاوړتیا په هڅو پورې اړوند یو شمېر مسلو په اړه خبرې اترې کړي دي.


