د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ارزونې او تطبیق مسوول «قدرتالله ساحل» نن دوشنبه د اګست ۲۶مه ویلي د جلالاباد ښار د «اوومې» ناحيې اړوند «چکنوريو» بازار کې د «مجا.هده ناز» په نوم د پښتونخوا د هغې ډاکترې معاینهخانه تړل شوې ده.
د مسوولینو په وینا د مجا.هده ناز هېڅ ډول تعليمي اسناد او د فعاليت جواز یې نهدرلوده.
ساحل همداراز ویلي چې ناز د ډاکترې د متخصصې نوم څخه په ګټېاخيستنې ناروغان معاينه کول چې د عدوی لخوا د روغتيايي قوانينو د تطبیق او ارزونې وروسته یې دغه معاینهخانه تړلی ده.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم د جلالاباد ښار اړوند «زریناباد» سیمه کې د یوې بلې پاکستانۍ ډاکترې معاینهخانه هم د فعالیت جواز او اسنادو نهلرلو له امله تړل شوې وه.


