خانهنړۍپاکستان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳۴ کسانو ژوند بایللی

پاکستان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳۴ کسانو ژوند بایللی

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې دا پېښې د پنجاب ایالت په «کهوتا» او د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر سره نږدې د ازاد پټان ښار په مربوطاتو کې شوې دي.

د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه په بلوچستان ایالت کې د شیعه‌ګانو د یو بس د چپه‌کېدو له امله شوې چې په پایله کې یې یې ۱۲ تنه مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي دي. 

دویمه پېښه د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د یو موټر د چپه‌کېدو له امله شوې. ویل کېږي، په دې موټر کې د شپږو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۲۵ مسافر سپاره وو، چې له ډلې یې ۲۲ تنه مړه او یو تن سخت ټپي شوی دی.

د پاکستاني پولیسو په وینا ټپیان روغتون ته وړل شوي او په سیمه کې د ژغورنې ګډ عملیات پیل شوي دي.

 تر دې مخکې هم په ایران کې د ورته ترافیکي پېښو له امله ۲۳ پاکستاني زیارت‌کوونکي مړه شوي وو.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه