د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په اووه ولایتونو کې د سختو بارانونو او برښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د دې ادارې په وینا، دا اټکل سبا (جمعه، د زمري ۲۳مه) د نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې ویلي دي چې د دې ولایتونو په مختلفو برخو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۳۰ ملی مترو ترمنځ تمه کیږي.
همدارنګه، په شمالي، مرکزي، ختیځ، سویل ختیځ او لوېدیځو ولایتونو کې د قوي بادونو او دوړو د امکان وړاندوینه شوې ده. د دې بادونو سرعت به په ساعت کې د ۵۰ او ۹۵ کیلومترو ترمنځ وي


