د ټولګټو وزارت وایي چې د یاد وزارت له لوري د قوشتېپې – درزاب ۵۱ کیلومتره اوږد سړک د اساسي رغونې چارې د ۱ میلیارد ۵۱۳ میلیون ۷۳۲ زره افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس ویلي چې دا پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وه او دا مهال یې رغنیزې چارې په درېیو لاټونو کې په چټکۍ سره روانې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دغه سړک د جوزجان ولایت د قوشتېپې ولسوالۍ څخه پیلېږي او د همدې ولایت تر درزاب ولسوالۍ پورې غځېږي، چې په اوږدو کې یې د ۲پایې پلونو، ۱۴۹ پایو پلګوټو او ۴۲۵۳ مترو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.
“د دغه سړک لومړۍ برخه د ۴۴۶ میلیون او ۲۷ زره افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د نوآباد له سیمې څخه پیل او د تراغلي تر سیمې پورې رسېږي. دغه برخه ۱۹.۸ کیلومتره اوږدوالی، ۶ متره پلنوالی او ۳ متره اوږې (شولډر) لري. په دې برخه کې د ۴۶ پایو پلګوټو، ۲پایې پلونو او ۸۵۰ مترو استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې تر دامهاله یې د پلګوټو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او د استنادي دېوالونو چارې به هم ژر بشپړې شي.”
ټولګټو وزارت ویلي چې د یادې پروژې دویمه برخه د ۴۶۴ میلیونه او ۱۹ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې ۱۷.۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۵۵ پایې پلګوټو او ۹۷۰ مترو استنادي دېوالونو جوړول هم پکې شامل دي.
سرچینې لیکلي چې اوسمهال د دې برخې د پلګوټو جوړولو، د سړک پاتې برخو د کیندنې، د استنادي دېوالونو د سنکارۍ او د اسفالت لپاره د کرش موادو د تولید چارې روانې او ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.
ښاغلي حقشناس لیکلي چې د دې سړک درېیمه برخه ۱۳.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې رغنیزې چارې یې د ۶۰۳ میلیونه او ۶۸۴ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي او د ۴۸ پایو پلګوټو او ۲۴۳۳ مترو استنادي دېوالونو جوړول هم پکې شامل دي.
د یادولو ده چې د قوشتپې او درزاب ولسوالیو په نښلولو سره د ترانسپورټي شبکې په پراختیا، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد رالېږد کې اسانتیا رامنځته کوي او د خلکو د تګ راتګ د ستونزو په کمولو کې اغېزمن رول لري


