په سره سمندرګي کې پر بېړیو د بریدونو د پیل په اړه د حوثیانو له ګواښ وروسته، نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې په یمن کې د امریکا د هوایي برید له امله یو کس وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
رسنیو په یمن کې د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا برید پرون (یکشنبې، د وري ۳مه) د صنعا ښار په «عصر» سیمه کې شوی دی. ویل کېږي چې په برید کې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه شوې او لږ تر لږه ۱۴ کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې د یمن روغتیا وزارت د امریکا لخوا د دغه هوايي برید په تایید ویلي چې مرګژوبله یوازې ملکي وګړو ته اوښتې ده.
په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې دغه هوايي برید په سره سمندرګي کې پر بېړیو د بریدونو د پیل په په تړاو د حوثیانو له ګواښ وروسته شوی دی.
امریکا تر دې مخکې هم د یمن پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي، چې تر ډېره پکې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې. د امریکا هوایي ځواک بیا دا ډول بریدونه په سره سمندرګي کې د حوثیانو لخوا پر بېړیو د بریدونو ځواب بللی دی.


