خانهافغانستانهلمند کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت «شنې خونې» جوړېږي

هلمند کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت «شنې خونې» جوړېږي

د هلمند مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳۰ شنو خونو د جوړولو کارونه پيل شوي دي.

د مسوولینو په وینا چې دا شنې خونې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) او د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا جوړېږي.

د هلمند ولایت مقام ویلي چې دا ۱۳۰ شنې خونې د مرکز، لښکرګاه په ګډون په اتو ولسوالیو کې جوړېږي او عملي چارې یې پیل شوې دي.

ویل کېږي چې د دې خونو د جوړېدو لپاره د یاد ولایت کروندګرو ته د اړتیا وړ توکي ورکړل شوي او موخه یې د کال په بېلابېلو موسمونو کې بازار ته د تولیداتو را ایستل ښودل شوي دي. 

د هلمند مسوولینو دا هم ویلي چې په دغو کې ۱۰۰ شنې خونې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام او پاتې ۳۰ نورې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ جوړېږي. 

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو د شنو خونو د جوړېدو غوښتنه کړې او هیله یې ښودلې چې سرپرست حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي. 

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه