خانهافغانستانافغان چارواکي د سرخان‌دریا–چین سوداګریزې ناستې کې ګډون کړی

افغان چارواکي د سرخان‌دریا–چین سوداګریزې ناستې کې ګډون کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ګډون یو شمېر افغان چارواکي د سرخان دریا – چین سوداګریزه ناسته چې د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز کې جوړه شوې ګډون کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبر له مخې، صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د بلخ والي محمدیوسف وفا، تاشکند کې د افغانستان سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت معین شیخ عبدالرحمن قانت، د امارتي شرکتونو لوی ریس مولوي احمدجان بلال او د خصوصي سکټور استازي دغې ناستې ته ورغلي دي.

نورالدین عزیزي د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، چین او منځنۍ اسیا سره د نویو ټرانیزیټي دهلېزونو جوړول او د افغانستان، اوزبیکستان او چین ترمنځ د پانګونې نوي فرصتونه د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا لپاره مهم یاد کړي دي.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې اوزبیکستاني او چیني پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې کولی شي افغانستان کې پانګونه وکړي چین سره په سوداګریزو اړیکو ټینګار کړی او هغه یې د افغانستان مهم اقتصادي شریک او د سیمه‌ییز اتصال د پراختیا، ختیځې، مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د نویو سوداګریزو ځنځیرونو د رامنځته کولو له بنسټیزو لوبغاړو یاد کړی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه