خانهافغانستانتېر کال کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت ۵۰۰ هوکړې...

تېر کال کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت ۵۰۰ هوکړې لاسلیک شوي

د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز مسوولانو د کرنې او مالدارۍ ۵ ‌ورځني نړیوال نندارتون په وروستۍ ورځ ویلي، چې تېر یوه کال کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت ۵۰۰ هوکړې لاسلیک شوي.

د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز مشر محمد صابر لطیفي نن (یکشنبه، د زمري ۲۵مه) د کرنې او مالدارۍ ۵ ‌ورځني نړیوال نندارتون په وروستۍ ورځ ویلي، چې دغه هوکړې د ۲۰ عمومي او تخصصي نندارتونونو د جوړېدو پرمهال د کرنې، روغتیا او ټکنالوژۍ په برخو کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي.

لطیفي همداراز وویل، دغه نندارتونونه په هېواد کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د تولیدوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون د روانې زمري میاشتې له ۲۰مې تر ۲۵مې پورې په کابل کې ترسره شو، په څه‌باندې ۱۰۰ عرفو کې یې د افغانستان او نورو هېوادونو کرنیز، مالدارۍ او صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې شول.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه