خانهافغانستاند ملګرو ملتونو راپور: څه باندې ۱۰ میلیون افغان ښځې او...

د ملګرو ملتونو راپور: څه باندې ۱۰ میلیون افغان ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري

د ا.ا د بیا واک ته د رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه راپور کې، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې د نړیوالو مرستو کمښت حیاتي خدمات له خطر سره مخ کړي دي.

د راپور موندنې په عمده توګه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او می په میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د ټیلیفوني سروې پر بنسټ دي، چې پکې ۲۸۱۱ کسانو، چې ۲۲۱۰ ښځې او ۶۰۱ نارینه وو ګډون کړی وو.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په ۲۰۲۵ کال کې د کور په کور سروې هم کارولې وه چې په ټول افغانستان کې ترسره شوې وه، چې د نفوسو د نمونې اندازه یې استازیتوب کاوه، او ۲۱۹۰ کسانو، چې ۱۰۷۴ ښځې هم پکې شاملې وې، ګډون کړی و. د تمرکز ګروپ بحثونه او ژورې مرکې هم د راپور د سرچینو برخه وه.

د راپور له مخې، په افغانستان کې ښځې او نجونې لاهم په تعلیم، کارموندنه، روغتیایی خدماتو ته لاسرسی او په ټولنه کې د ګډون په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د سروې شویو ښځو له نیمایي څخه زیاتو ویلي چې دوی د کور څخه د وتلو لپاره د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتیا لري، او ۷۵ سلنه ویلي چې دوی د نارینه سرپرست پرته له کوره د وتلو په وخت کې خوندي احساس نه کوي.

دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو د کارموندنې کچه هم ۷ سلنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي چې تر ۲۰۲۶ پورې به په افغانستان کې له ۱۰.۷ میلیون څخه ډېرې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ښځینه کاري ځواک ګډون خورا ټیټ پاتې دی؛ د ۸۴ سلنه نارینه وو په پرتله یوازې ۷ سلنه ښځې په کار ګمارل کیږي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه