خانهافغانستاند خوست ماسټر پلان له تایید او ارزونې وروسته لاسلیک شو

د خوست ماسټر پلان له تایید او ارزونې وروسته لاسلیک شو

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د خوست ماسټر پلان له تایید او ارزونې وروسته په رسمي ډول لاسلیک کړ. یاد ماسټر پلان، د وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د نږدې یو کال پرلپسې هڅو، ساحوي سروې ګانو، تخنیکي مطالعاتو، د نفوسو د ودې، ښاري پراختیا، چاپېریالي وضعیت، ترانسپورتي شبکو او د راتلونکو اړتیاوو د هر اړخیزې ارزونې په پایله کې ترتیب شوی دی.

د خوست ماسټر پلان د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس د زیاتوالي او راتلونکو اړتیاوو ته چمتووالی برابروي، چې د پانګونې او اقتصادي ودې لپاره هم مناسب چاپېریال رامنځته کړي او د خلکو د ژوند کیفیت او ښاري خدمتونو ته لاسرسی اسان کړي.

د دغه ماسټر پلان موخه، د خوست ښار منظمه او دوامداره پراختیا، د ښاري خدماتو معیاري کول، د استوګنیزو، سوداګریزو، صنعتي، اداري او شنو سیمو مناسب تنظیم، د ترانسپورتي شبکو پراختیا، د عامه تأسیساتو لپاره د ځمکو ځانګړي کول او د راتلونکو لسیزو ښاري اړتیاوو ته ځواب ویل دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د یاد پلان تایید د خوست د ښاري پراختیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼي او تمه لري، چې د ماسټر پلان پلي کېدل به د غیرپلاني ودانیو مخنیوی وکړي، د ښاري خدمتونو کیفیت به لوړ کړي او د ښار د انډولیز او دوامدار پرمختګ لپاره به مناسب بنسټ برابر کړي.

د یادولو ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښاري پراختیا د معیاري کولو په موخه د ماسټر پلانونو د جوړولو، بیاکتنې او پلي کېدو بهیر په چټکۍ سره روان ساتلی، ترڅو د هېواد ښارونه د ښاري اصولو او معیاري پلانونو له مخې پراختیا ومومي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه