خانهافغانستانمجاهد هېواد کې د وسله‌والو ډلو په هکله د اسحاق ډار ادعا...

مجاهد هېواد کې د وسله‌والو ډلو په هکله د اسحاق ډار ادعا رد کړې

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دا ادعا رد کړه چې ګواکې ځینې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.

مجاهد وویل چې افغانستان به هېڅکله اجازه ورنکړي چې خپله خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي، او دا د ا.ا د پالیسۍ یو له اساسي اصولو څخه دی.

د ا.ا ویاند ټینګار وکړ چې که کوم هېواد امنیتي اندېښنې ولري، نو کولی شي هغه د رسمي چینلونو له لارې له ا.ا سره شریکې کړي.

له دې مخکې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې ا.ا دې ته اړ کړي چې د “ترهګرۍ” سره د مبارزې او په افغانستان کې د “ترهګریزو” ډلو د پټنځایونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

اسحاق ډار وویل چې د “ترهګرۍ” ګواښ چې له افغانستان څخه راپورته کیږي د اسلام‌اباد لپاره یو له جدي امنیتي ننګونو څخه دی.

خو ذبیح‌الله مجاهد د دوی د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې ا.ا د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي په اړه پر خپلې ژمنې ولاړ دی او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر وړاندې وکارول شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه