خانهافغانستانکاناډا کې خونړۍ کورنۍ پېښه؛ افغان زوی خپله مور ووژله

کاناډا کې خونړۍ کورنۍ پېښه؛ افغان زوی خپله مور ووژله

د یاسمین عطایي په نامه ۴۱ کلنه یوه افغانه مور د تېرې پنجشنبې په ماښام د جولای ۹مه، د کاناډا د کبک ولایت په «شربروک» ښار کې په خپل کور کې وژل شوې ده. سیمه‌ییزو پولیسو د هغې ۱۸ کلن زوی رامش عطایي، د دوهمې درجې قتل(هغه قصدي وژنه ده چې له مخکې پلان شوې یا طرحه شوې نه وي، بلکې د ناڅاپي غوسې او احساساتو له امله په یوه جنجالي حالت کې ترسره شي)، برید او د بدني زیان رسولو په تور نیولی دی. ټاکل شوې ده چې تورن کس د دوشنبې په ورځ محکمې ته حاضر شي.

د شربروک پولیسو وویل چې افسران د ګاونډي څخه د کورني شخړې په اړه د راپور ترلاسه کولو وروسته د پېښې ځای ته واستول شول. یاسمین د سختو ټپونو سره روغتون ته یوړل شوه، خو شدیدو ټپونو له امله مړه شوه.

په پېښه کې یو بل کس هم ټپي شوی، خو پولیسو د دریم کس جزییات نه دي خپاره کړي. ویل کیږي چې ټپونه د ژوند لپاره ګواښونکي ندي. پولیسو قضیه د “کورني تاوتریخوالي” په توګه بیان کړې او ویلي یې دي چې په برید کې یو سپک شی کارول شوی دی.

رامش عطایي د جمعې په ورځ په شربروک کې محکمې ته حاضر شو او ټاکل شوې ده چې د جولای په ۱۳مه، د دوشنبې په ورځ محاکمه شي. دا په ۲۰۲۶ کال کې په شربروک کې لومړی قتل دی.

د عطایي کورنۍ په اصل کې د افغانستان څخه ده او په ۲۰۲۱ کال کې د ا.ا له واکمنۍ وروسته کاناډا ته کډواله شوه. شیربروک په کبک کې د مونټریال وروسته د دوهمې لویې افغان ټولنې کور دی.

په داسې حال کې چې پولیسو لږ جزییات خپاره کړي، یو مفصل خو نا تایید شوی داستان په چټکۍ سره په فیسبوک، ټیک‌ټاک او انسټاګرام کې خپور شو. د دغې پېښې په اړه د خپاره شوي داستان له مخې، رامش د ویډیویي لوبه کوله کله چې مور یې هغه ته د خوړو لپاره زنګ وواهه، هغه یې له پامه وغورځاوه، او د کور د وای فای له قطع کېدو وروسته په غوسه شو.

دا اوازه لا تر اوسه د پولیسو، محکمې یا معتبرو رسنیو لخوا نه ده تایید شوې. پولیسو ویلي چې دوی به د روانو تحقیقاتو له امله نور جزییات خپاره نه کړي. تمه کیږي چې د قضیې نور جزییات د محکمې له اوریدنې وروسته خپاره شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه