په خوست کدې د «ساه» په نوم یوې نوې راډیو خپل رسمي نشرات پیل کړل. د دغې د ساه راډیو مسوولینو ویلي، د ټاکل شوي پلان له مخې به، په شپه او ورځ کې ۱۸ ساعته نشرات وړاندې کړي.
په خوست ولایت کدې نن(دوشنبه، د غبرګولي ۲۵مه) د «ساه» په نوم یوې نوې راډیو خپل رسمي نشرات پیل کړل.
دغې راډیو رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ساه راډیو به د حقیقت، پوهاوي، فرهنګ، دیني ارزښتونو، ټولنیزو موضوعاتو او سالمو تفریحي خپرونو له لارې ستاسو د غږ، فکر او احساساتو استازیتوب کوي.
او همداراز ټینګار یې کړی چې دوی ژمن دي د مسلکي ژورنالېزم اصولو ته په ژمنتیا سره د خپلو اورېدونکو لپاره ګټور، باوري او ارزښتمن مطالب وړاندې کړي.
د یادولو ده چې د ا.ا له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې لسګونه راډیوګانې، خبري اژانسونه او بېلابېلې نورې رسنۍ فعالې شوې دي او د اطلاعاتو کلتور وزارت له لوري د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
بلخوا په هېواد کې ډېری خبریالان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له ا.ا غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي، څو خپل رسنیز فعالیتونه په ښه ډول ترسره کړي.


