د ا.ا د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویلي، چې د دوی په هڅو د دریو ښځو په ګډون ۱۶۴ افغانان د هغوی په خوښه د نيمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راولېږدل او یادې ادارې ته وسپارل شول. دا له ایرانه د افغان زندانیانو د رالېږد د دولسم پړاو لومړۍ جوپه وه او ټاکل شوې چې یو شمېر نور محکوم په حبس افغانان هم له ایرانه خپل هېواد ته رالېږدول شي.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي ریس محمدیوسف مستري، د دغه بهیر عملي کېدو په موخه نوموړي ولایت ته په سفر تللی وايي، یاد شمېر محکومین به د خپل حبس پاتې موده دلته د دې ادارې تر چتر لاندې زندانونو کې تېروي.
ښاغلی مستري زیاته کړه: « ما د نیمروز د زندان مسوولینو ته سپارښتنه کړې، څو له ایرانه رالېږدو شویو محبوسینو ته ډېره پاملرنه وکړي او د انساني او شرعي حقونو په نظر کې نیولو ورته لومړی روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او بیا ورته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي».
د یادولو ده چې ا.ا له راتلو وروسته دا له ایرانه د افغان زندانیانو د رالېږد د دولسم پړاو لومړۍ جوپه وه او ټاکل شوې چې یو شمېر نور محکوم په حبس افغانان هم له ایرانه خپل هېواد ته رالېږدول شي.


