خانهافغانستانهند د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار په توګه د...

هند د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار په توګه د پاکستان ځای ونیوه

د «فرسټ پوسټ» مجلې یو نوی راپور ښيي، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان څخه هند ته صادرات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي او له پاکستان څخه مخکې شوی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د احصایو له مخې، سږ کال هند ته د هېواد د صادراتو ارزښت ۷۵۵ میلیون ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې پاکستان ته صادرات ۵۰۵ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.

د راپور په بنسټ،چې دا بدلون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او سوداګریزو کړکیچونو د زیاتېدو، او همدارنګه د بدیل ټرانزیټ لارو د پراخېدو، په شمول د چابهار بندر څخه د زیاتې ګټې اخیستنې په پایله کې راغلی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او کانونو په سکتورونو کې د اقتصادي همکارۍ او پانګونې زیاتوالی هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په وده کې مهم رول لوبولی دی.

د اقتصادي کارپوهانو په وینا، دا پرمختګ کولی شي د افغان صادرونکو لپاره نوي فرصتونه چمتو کړي او د افغان محصولاتو لپاره سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی زیات کړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د مرګونو نښتو وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي چې لسګونه کسان یې ووژل.

باید وویل شي جې له هغه وخت راهیسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمې سوداګریزې لارې، لکه تورخم او چمن، تړل شوي دي. دې کار سوداګري ټکنۍ کړې او بیې یې لوړې کړې دي.

د یادولو ده چې د افغانستان سره د پاکستان د سرحدي لارو تړل هم د سیمه‌ییزې سوداګرۍ په نمونو کې د پام وړ بدلون لامل شوی، چې هند د یو مهم ګټه اخیستونکي په توګه راڅرګند شوی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه