د پنجشېر مسوولینو ویلي، چې دغه ولایت کې د شاوخوا ۴.۷ میلیون افغانیو په ارزښت څه باندې ۱۱ زره قیراط زمرد وپلورل شول.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون نن (سهشنبه، د جون ۹مه) وویل، چې دغه ۱۱ زره او ۸۴۲ قیراط زمرد نن د یوې ازادې او شفافې پروسې له لارې د قیمتي ډبرو په یوه سوداګر پلورل شوي.
هغه زیاته کړه چې دغې پروسې دوام کولی شي د محلي اقتصاد په وده، د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو او د ځانبسیاینې پروسې په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
د یادولو ده چې د ا.ا له بیاځلي واکمنېدو وروسته په پنجشېر کې د زمرد او نورو ګرانبیه ډبرو د استخراج چارې چټکې شوې، او ایستلشوې ډبرې د ازادو داوطلبیو له لارې پلورل کېږي.
مسوولینو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د استخراج په دې چارو کې زرګونه کسان په کار بوخت دي.
بلخوا د ا.ا کانونو او پټرولیم وزارت خبرداری ورکړی چې په هېواد کې هېچاته په خپلسرې توګه د کانکیندنې اجازه نه ورکول کېږي.


