د ایران رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په رسمي سفر تهران ته رسېدلی او ټاکل شوې ده چې د دغه هېواد ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او یو شمیر نورو ایراني چارواکو سره وګوري او خبرې اترې به وکړي.
تسنیم خبري اژانس نن(شنبه، د غبرګولي ۱۶مه) راپور ورکړی چې نقوي به د دې سفر په جریان کې به له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو مسلو او سیمهییزو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړي.
له دې سره پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تهران ته له تګ دمخه، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له لومړي وزیر شهباز شریف سره ولیدل او د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د بدلونونو په اړه یې خبرې وکړې. دا هم ویل کیږي چې شریف هغه ته لارښوونې او پیغامونه رسولي دي چې په دې سفر کې یې ورسوي.
باید وویل شي چې د خبرو اترو د موضوعاتو او د دې سفر د اهدافو په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.


