هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان کال په سپټمبر میاشت کې د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره شي.دغه درې شل اوریزې لوبې د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۶مه او ۱۹مه ترسره شي.
ټایمز اېف انډیا نن(سهشنبه، د جون دویمه تېټه) په یوه راپور کې ویلي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان د روان کال په سپټمبر میاشت کې له هند سره د درېیو نړیوالو شلاوریزو سیالیو د لوبلړۍ کوربهتوب کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده شلاوریزه لوبلړۍ به د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د افغانستان په کوربهتوب د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۶مه او ۱۹مه ترسره شي.
باید وویل شي چې د افغانستان او هند کرکټ بورډونو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال په هند کې ده او د روانې جون میاشتې په ۶مه به د هند لوبډلې پر وړاندې په یوازېنې ټېسټ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته کښته شي. او له ټېسټ لوبې وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د جون میاشتې له ۱۳مې تر ۲۰ مې پورې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وشي.


