خانهافغانستانپروان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسان مړه شول

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسان مړه شول

د پروان مسوولینو ویلي، د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په شاوخوا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ کسان مړه شول او ۱۶ نور ټپیان دي.

د پروان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وویل چې دا پېښه نن سهار (سه‌شنبه، د غبرګولي ۱۲مه) د دې ولایت د شینوارو ولسوالۍ په شاوخوا کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو “فلان کوچ” ډوله موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.

د نوموړي په ​​وینا، د پېښې قربانیان د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکي دي. د مړو او ټپیانو په منځ کې څلور ماشومان هم شامل دي. ټپیان د درملنې لپاره د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادولو ده چې د اختر په شپو او ورځو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا ا.ا بار بار له موټرچلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي. 

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه