خانهافغانستانبادغیس کې سېلابونو د پنځه کسانو ژوند اخیستی

بادغیس کې سېلابونو د پنځه کسانو ژوند اخیستی

بادغیس کې د ا.ا مسوولینو راپور ورکړی، چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د درې ماشومانو او دوو ښځو په ګډون پنځه تنه مړه شوي دي.

ملي ټلویزیون د بادغیس کې د ا.ا  په حواله راپور ورکړی، چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د درې ماشومانو او دوو ښځو په ګډون پنځه تنه مړه شوي دي.  

له دې سره یاد ولایت په ولسوالیو کې د ویجاړونکو سېلابونو راپور هم ورکړی دی. دغه سېلابونو د خلکو کورونو، څارویو او کرنیزو ځمکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

باید وویل شي چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو له امله سلګونه تنه مړه شوي او ګن شمېر ځمکې او کورونه ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې وه. دغه وړاندوینه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، فریاب، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو لپاره شوې وه.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه