په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او ځورولو په دوام، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تېره اوونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۳۴ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې خوشېشوي افغانان د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دوی کې ۲۲۹ کسان د تورخم فرضي کرښې او ۱۰۵ کسان نور د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې دا کسان د استوګنیزو سندونو د ځینو ستونزو له امله نیول شوي او له دریو ورځو تر دریو میاشتو پورې بندیان وو.
د سرچینې په وینا چې راخوشې شوي کسان تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسهکولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوازې پرون (چهارشنبه) له ګاونډیو هېوادونو څخه ۹۴۳ کډوالې کورنۍ هم په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي، او ترڅنګ یې هره ورځ لسګونه افغانان هم نیول کېږي.


