د ننګرهار مسوولینو اعلان کړی، چې په ننګرهار کې د پلار او زوی ترمنځ په شخړه کې یوه ځوانه نجلۍ وژل شوې ده.
د ننګرهار د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو مشر قریشي بدلون وویل چې دا پېښه تېره ورځ(جمعه، د اپرېل ۳مه) د دې ولایت د حصارک ولسوالۍ د “جوکان” په کلي کې رامنځته شوه.
د هغه په وینا، په دې پیښه کې، یو پلار د کورني تاوتریخوالي له امله په خپل زوی باندې د کلاشینکوف ډزې وکړې چې له امله یې خپله ځوانه لور ووژل شوه.
د مسوولینو په وینا، ځوانه نجلۍ د خپل پلار او ورور ترمنځ د شخړې د حل کولو په هڅه کې ووژل شوه.
ویل کیږي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې په ننګرهار او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې ورته پېښې راپور شوي دي.
د سرچینو په وینا، د ډیری ورته پېښو اصلي لامل کورنۍ تاوتریخوالی او د کورنۍ د غړو ترمنځ داخلي کړکیچونه دي، چې ځینې وختونه بدبختانه او نه جبران کېدونکي پایلې رامنځته کوي.


