خانهافغانستاند وري له ۶ مې تر نن ورځې د ورښتونو او سېلابونو...

د وري له ۶ مې تر نن ورځې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۷ هېوادوال مړه شوي

په هېواد کې د پرله‌پسې ورښتونو په دوام، له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې د روانې وري میاشتې له شپږمې تر نن ورځې پورې د بارانونو، سیلابونو، غرښوېیدنې او تالندې بریښنا له امله ۷۷ هېوادوالو ژوند بایللی او ۱۳۷ نور ټپيان شوي دي.

د دې ادارې د تازه شمېرو له مخې چې د وري میاشتې له شپږمې تر نن (شنبه) پورې د ورښتونو او سېلابونو له ۳ زره ۴۶۶ کورونه په بشپړ او قسمي ډول نړېدلي، او همداراز ۱۱ زره ۶۷۶جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې په هېواد کې د خونړیو طبیعي پېښو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې چې نن هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې بارانونه ادامه لري او هېوادوالو غوښتل شوي چې د سیندونو له غاړې او له اړتیا پرته سفر ډډه وکړي.

د یادولو ده چې په هېواد کې وروستي ورښتونه او سېلابونه د هېوادوالو لپاره په پراخ مالي زیان هم تمام شوي دي.

بلخوا د اسلامي امارت چارواکو ډاډ څرګند کړی چې د سېلاب‌ځپلو د لاسنیوي لپاره ټول ارګانونه چمتو دي، او همداراز ځپل‌شویو سیمو ته د بېړنیو مرستو په برخه کې اقدامات پيل شوي دي.

دا یادونه هم ضروري ده چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله د سیندونو اوبو سطحه لوړه شوې او همداراز د هېواد ډېر بندونه له اوبو ډک شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه