د ماشومانو زېږولو ترمنځ واټن د مور او ماشوم د روغتیا او سالمې ودې لپاره حیاتي موضوع ده، بې واټنه زېږون د مور فزیکي او رواني روغتیا اغېزمنوي او د ماشومانو پر سالمه وده منفي اغېزه کوي.
په افغانستان کې لا هم ډېری میندې د ماشومانو تر منځ مناسب واټن نه مراعتوي، چې دا کار د مور او ماشوم روغتیا ته جدي ستونزې رامنځته کوي، د لغمان ولایت د څو میندو تجربې ښيي چې د ماشومانو تر منځ فاصله د کورنۍ د روغتیا، ماشوم د سالمې ودې او د کورنۍ د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهم رول لري.
۲۵ کلنه سپنا چې درې ماشومان لري، د ماشومانو تر منځ د واټن ساتل د خپلې روغتیا او ماشومانو د سالمې ودې لپاره مهم بولي، نوموړې وايي:
«زه د ماشومانو تر منځ دوه یا درې کاله واټن دی، چې اولادونه مې هم صحتمنده دي او زه هم ښه صحت لرم. که د خوراک له لحاظه وي، که د جامو له لحاظه او که د زدهکړې په برخه کې وي، ښه رسېدنه ورته کولی شو.»
په ورته وخت کې، ځینې میندې د کورنیو محدودیتونو له امله د ماشومانو تر منځ واټن نه شي ساتلی، ۴۰ کلنه شازیه چې لس ماشومان لري، د بې واټنه امیندوارۍ له ستونزو سره مخ شوې ده. هغې څرګنده کړه:
«زما خاوند اجازه نه راکوي چې د ماشومانو تر منځ واټن وساتم. یو لا د درې میاشتو نه وي شوی چې بل حمل لرمه، نو دا زموږ لپاره ډېره سخته ده، ځکه ماشومان مې ډېر کمزوري وي او موږ ورته پوره رسېدلی نشو.»
د روغتیايي متخصصینو په وینا، د ماشومانو تر منځ مناسب واټن نه یوازې د ماشوم فزیکي ودې لپاره ګټور دی، بلکې د مور روغتیا ته هم مهم دی. ډاکټره حبیبه احمدزي وایي: «کله چې یوه مور په واټڼه ډول ماشوم راوړي، مور له ډول ډول ناروغیو څخه ژغورل کېږي، ژر نه ستړې کېږي او ماشوم هم صحتمند پیدا کېږي، ځکه مور کولی شي هر ماشوم ته جلا پاملرنه وکړي.»
د ماشومانو د پالنې مسوولیت یوازې د مور پورې محدود نه دی، بلکې پلار هم باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي، احمد الله احمدزي د پلار په توګه ټینګار کوي چې: که هر کال یو نوی ماشوم پیدا شي، مور نشي کولی هر یوه ته پوره وخت ورکړي، ځکه ماشوم یوازې خوراک ته اړتیا نه لري، بلکې مینې، تربیې او پاملرنې ته هم اړتیا لري.»
روغتیايي معلومات ښيي چې بېوقفه زېږون د مور لپاره فزیکي ستړیا، د وینې کمښت، ذهني فشار او د بدن اوږدمهاله زیانونه رامنځته کوي. دا وضعیت د ماشومانو لپاره هم خطرناک دی، ځکه کم وزن، بې وخته زیږون او د ودې ستونزې رامنځته کوي.
همدارنګه، د کورنۍ اقتصادي فشار زیاتېږي، ماشومانو ته پوره پاملرنه نه کېږي او د تعلیم او روزنې کیفیت ټیټېږي.
د روغتیا پالو پر وینا، چې د ماشومانو تر منځ لږ تر لږه دوه تر درې کاله واټن ، د مور لپاره صحي او مغذي غذا، ویټامینونو او فولیک اسید ته پام کول، د امیندوارۍ د مخنیوي وسایلو کارول، د حمل مخکې او وروسته طبي معاینات، د پلار مسوولیت منل او د کورنۍ ملاتړ، د عامه پوهاوي لوړول، د مور او ماشوم لپاره اړین دي، دا د مور روغتیا ساتي، ماشوم ته سالمه وده ورکوي او د کورنۍ اقتصادي او ټولنیز ثبات تضمینوي.


