خانهافغانستانجاپان له راستنېدونکو افغانانو سره دوه میلیون ډالر مرسته کړې 

جاپان له راستنېدونکو افغانانو سره دوه میلیون ډالر مرسته کړې 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې د جاپان حکومت له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته له ستنېدونکو افغانانو سره دوه میلیون ډالر مرسته کړې ده.

د «یو اېن اېچ سي آر» په راپور کې د جاپان له حکومت مننه شوې او ټینګار شوی چې له دې پيسو څخه به له راستنېدونکو افغانانو سره بېړنی لاسنیوی وشي. 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري همداراز ویلي چې د دې پروګرام له لارې به د شاوخوا ۱۱۶ زره کسانو ملاتړ وشي او شاوخوا ۲۳ زره راستنېدونکو کورنیو ته به نغدي مرستې ووېشل شي. 

له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو جبري ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي. څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یادې ادارې ویلي وو چې یوازې روان کال له ګاونډیو هېوادونو څخه میلیونونه افغان کډوال ستانه شوي دي. 

دوی بار بار له پاکستان څخه غوښتي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي، خو ګاونډیو هېوادونو بیا د ټولو افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

بلخوا په افغانستان کې اسلامي امارت بیا ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د افغان کډوالو د راستنېدلو بهیر په ښه ډول مدیریت کړی، او لومړنۍ بېړنۍ مرستې ورته چمتو شوې دي.  

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه