په کندز کې د ا.ا د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست ویلي، په دغه ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د دریو ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي او یو ماشوم ټپي دی.
په کندز کې د ا.ا د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست نن(سهشنبه، د سلواغې ۱۴مه) ویلي، په دغه ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د دریو ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي او یو ماشوم ټپي دی.
دا پېښه نن ورځ د سېشنبې په سهار د سلواغې په ۱۴مه د کندز ولایت په چارتاق سیمه کې رامنځته شوه.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سخت باران او واورې ښویېدنې لسګونه کسان مړه کړي دي.
تر دې وړاندې د ا.ا د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست اعلان وکړ چې د وروستۍ واورې ښویېدنې او سړې څپې له امله په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.
له دې سره د تېرې شنبې په ورځ د یاد شوي ادارې د راپور له مخې، د وروستیو بارانونو او واورې ښویېدنې له امله په یو شمېر ولایتونو کې لږ تر لږه ۴۵۸ کورونه ویجاړ شوي دي.


