قطري رسنیو راپور ورکړی، چې د هېواد د اسلامي هنر موزیم، د اغاخان د کلتور بنسټ سره په همکارۍ، د «د رڼا امپراتورۍ: د افغانستان لیدونه او غږونه» تر سرلیک لاندې یو نندارتون پیل کړی دی.
د قطر د خبري اژانس د راپور له مخې، دغه نندارتون کې د افغانستان ۵زره کلن تاریخ د اثارو د پرانستلو له لارې د تاریخ، هنر او کلتور په واسطه نندارې ته وړاندې کېږي.
دا نندارتون په رسمي ډول د قطر د موزیمونو د مشرې شیخه الماسه بنت حمد بن خلیفه الثاني لخوا د شهزاده علي محمد اغاخان، شیخه ناصر النصر او نورو لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پیل، د فبروري له ۲مې څخه تر ۳۰ مې پورې د قطر د اسلامي هنر موزیم کې ترسره شي، د نړۍ یو له خورا متحرک کلتوري میراثونو څخه به وپلټي او د کلتورونو، نظرونو، مذهبونو او خلکو د څلور لارې په توګه به په تاریخ کې د افغانستان رول روښانه کړي.
د ویلو ده چې د “رڼا امپراتورۍ” نندارتون د نیکولیټا فازیو او توماس ډبلیو لینټز لخوا تنظیم شوی او نږدې ۱۵۰ اثار پکې شامل دي، د اسلام څخه مخکې وختونو څخه تر اوسني وخت پورې د افغان کلتور او هنر پراخه کتنه وړاندې کوي.


