خانهافغانستاند یوناما مشره کندهار ته تللې

د یوناما مشره کندهار ته تللې

په کندهار کې د ا.ا د والي د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن اوتنبایوا په دغه ولایت کې د ا.ا له مرستیال والي سره وکتل.

که څه هم یوناما د دې سفر په اړه نور څه نه دي ویلی، خو د روزا اوتونبایوا په حواله ویل شوي چې هغه د کوکنارو د بدیل کښت او یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

روزا د کندهار له مرستيال والي «محمد صادق انقلابي» سره په کتنه کي ويلي، چي ملګرو ملتونو تېر کال شاوخوا ٢٦ ميليون افغانانو ته بشري مرستې رسولي او هڅه کوي چي سږ کال د مرستو کچه لوړه کړي.

انقلابي زیاته کړې، له د افغانستان بانک سره ګډ کار کوي، چې خلکو ته د کوچنیو کارونو د پیلولو لپاره د پور ورکولو په برخه کې همکاري وکړي.

د کندهار ولایتي مسوولینو د یوناما له مشرې څخه د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ د پروژو د پلي‌کېدو غوښتنه کړې ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه