د ملګرو ملتونو ویاند «سټیفن دوجاریک» ویلي چې په افغانستان کې د دې سازمان مرستندوی دفتر یوناما کارکوونکو د اسلامي امارت لهخوا داسې شفاهي بیانونه ترلاسه کړي چې له مخې یې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز امر شوی.
اسلامي امارت پرون سهشنبه د وري ۱۵مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز تمدید کړ.
دغه پرېکړه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې او د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، دوی د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز په اړه د اسلامي امارت د پرېکړې د پایلو په اړه څېړنې کوي.
نوموړي همدا راز ویلي، چې نن د وري ۱۶مه به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له مسوولانو سره په دې برخه کې د لا روڼتیا په موخه لیدنه وکړي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې ۳۳۰۰ محلي کارکوونکي لري چې له دې ډلې ۴۰۰ ښځې په افغانستان کې د دغه سازمان لپاره کار کوي.
رویټرز د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په افغانستان کې ملګرو ملتونو له خپلو ټولو کارکوونکو (نارینه او ښځینه) غوښتي چې تر سبا ورځې پورې کار ته نه ځي او د دې کار لامل نه دی په ډاګه شوی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق او زلمي خلیلزاد غبرګون ښودلی.


