ګوترېش پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې که دا پرېکړه بېرته وانخیستل شي، دا به اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو وړتیا کمزورې کړي.
هغه زیاته کړې: ” د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د خپلو افغان همکارانو د کاربندیز غندم. که دا پرېکړه بېرته وانخیستل شي، دا به اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو وړاندې کولو وړتیا کمزورې کړي. “
هاخوا یوناما په دې اړه سخته اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې دا پرېکړه بېرته واخلي ځکه د ملګرو ملتونو مرکزونه له ښځینه کارکوونکو پرته فعالیت نه شي کولی.
له دې سره په یو وخت په کابل کې د یوناما دفتر یو شمېرکارکوونکو د نوم نه ښودو په شرط خامه پرېس ته ویلي، چې یاد سازمان له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتي چې د امنیتي دلايلو له کبله تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې خپلو کاري دفترونو ته نه ځي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یوناما پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز غلطه پرېکړه بللې او ویلي یې دي، ښايي دا چاره ده د خلکو ستونزې لا پسې ډېرې کړي او د نړیوالې مرستې کمېدو ته به لار هواره شي.


