د سرچينې په وينا، دغه ځوان د ټکسي چلوونکى و او وسلهوالو غلو يې له وژلو وروسته موټر له ځان سره وړى دى.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند «منيب ځدراڼ» نن يکشنبه د سلواغې ۳۰مه دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې وسلهوالو غلو جمعه د سلواغې ٢٨مه د «جمعهنور» په نوم يو شخصي موټر په کرايه نيولى او بيا يې چلوونکى په لاره کې وژلى دى.
تر دې وړاندې هم په ورته پېښه کې د پکتيا په مرکز «ښرنه» کې يو ځوان ټکسي چلوونکی سر هغه مهال د ناپېژاندو کسانو له خوا په چاقو پرې شوی و چې موټر يې د وسلهوالو غلو له خوا په کرايه نيول شوی و.
په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د شخصي دښمنيو له امله د مرموزو وژنو، اختطافونو او د زور زياتي پېښې زياتې شوې دي.
د خامه پرېس د موندنو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.


