دې ادارې نن چهارشنبه د سلواغې په پنځمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې ۵ میلیونه ۸۰ زره نارینه او ۴ میلیونه ۷۷ ښځو برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي.
دې ادارې د افغانستان په مخکني حکومت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل کړې وه او د جمهوري رياست تر مني پورې يې په بېلابېلو ولايتونو کې شاوخوا شپږ ميليونه او ۹۰ زره پېژندپاڼې وېشلې وې.
د احصایې او معلوماتو ادارې همداراز ویلي، هڅه کوي د ولسوالیو په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونه فعال کړي، تر څو ټول ښاریان یې د ترلاسهکولو لپاره نږدې مرکزونو ته لاسرسی ولري.
دا اداره اوسمهال په ټول هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره ۶۹ مرکزونه او ۳ ګرځنده ټیمونه لري.


