خانهافغانستانامریکا: افغانې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له زده‌کړو بې برخې...

امریکا: افغانې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له زده‌کړو بې برخې شوي

ښاغلي بلینکن پرون سه‌شنبه د سلواغې څلورمه په خپل ټوېټ کې ویلي چې امریکا د ټولو افغانانو لپاره باکیفیته زده‌کړو ته مساوي او بې خنډه لاسرسی غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د ۲۰۲۳ د جنورۍ ۲۴ د افغانستان نجونو ته ځانګړې کېدو هرکلی وکړ.

هغه د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو بل ټویټ کې لیکلي: “زه د هغو ښوونکو مننه کوم چې زما ژوند یې بدل کړ او هره ورځ یې بدلون راولی ستاسو صبر، ځانتېرنې، او لیوالتیا د خلکو پوهې او زموږ ټولو لپاره د ښه راتلونکي ژمنې ته وده ورکولو لپاره ارزښتناکه مرسته ده.”

د يادولو ده چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کې يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې يې د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې د نړيوالې ورځې په توګه پېژندل شوې وه.

افغانې نجونې له ۴۹۲ ورځو راهیسې ښوونځیو ته نه دي تللي او یونسکو د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په اړه چې تل تر پښو لاندې کیږي، غبرګون ښودلی او دا یې د نه منلو وړ بللې ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه