د کاپیسا قضایي چارواکو د زمري د ۲۴مې په مناسبت د ۳۵ بندیانو د خوشې کولو او د ۱۴ نورو د بند د مودې د کمولو اعلان کړی دی.
د کاپیسا د استیناف محکمې مشر عزیز الرحمن حقاني اعلان کړی چې دا اقدام د افغانستان د ا.ا د مشر د ۶۹۰ ګڼه فرمان پر بنسټ شوی دی.
د دې پرېکړې پر بنسټ، د کاپیسا په عمومي زندان کې ۳۵ بندیان خوشې شوي دي. د ۱۴ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
قضایي چارواکو د بندیانو د هویت، د هغوی د تورونو او د جزا د کمولو د اندازې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د زمري ۲۴مه د ا.ا په رسمي تقویم کې د “یوم الفتح” په نوم نمانځل کیږي. په دې وروستیو کلونو کې، د دې ورځې په مناسبت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو بندیانو د بند په موده کې بښنه یا کمښت اقدامات اعلان شوي دي.
د هېواد پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د اګست ۱۵مې له غرمې وروسته، له افغانستان څخه ووت. پنځه کاله وړاندې، په همدې ورځ (د زمري ۲۴مه)، د جمهوریت نسکور او په افغانستان کې د ا.ا بیا واک ته ورسېد.


